د پوهنتون له ستراتيژيک پلان څخه د څار کمېټې نوبتي ناسته وشوه
د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي چارو مرستيال قاضي عبدالهادي فضلي په مشرۍ د پوهنتون له ستراتيژيک پلان څخه د څار مرکزي کمېټې خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده کاري ناسته کې د پنځهگونو پوهنځيو پر ستراتيژيک پلانونو بحث وشو او د تاييد په موخه د پوهنتون علمي شورا ته وړاندې شول. ياده ناسته د خیر په دُعا پای ته ورسېده.
