د اداري پروسو د ساده‌سازۍ په موخه ځانگړی هيئت وټاکل شو

Abdullah Saeed
Sun, Jun 14 2026 3:41 PM
SJAU

د پوهنتون په اداري شورا کې د ساده شويو اداري پروسو له تطبيق څخه د څارنې او د پاتې اداري پروسو د لا ساده‌سازۍ په موخه ځانگړی هيئت وټاکل شو. ياده پرېکړه د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور په مشرۍ ترسره شوې اداري شورا په غونډه کې وشوه، چې د پوهنتون مرستيالانو، د پوهنځيو رئيسانو او د اداري برخې يو شمېر آمرينو په کې برخه لرله.

د غونډې گډونوالو د اداري پروسو د ساده‌سازۍ لپاره د ځانگړي هيئت پر ټاکلو بحث وکړ او په دې تړاو يې لازمې پرېکړې وکړې. په دغه ناسته کې د محصلينو د فراغتغونډو د ترتيب او تنظيم ترڅنگ؛ د يو شمېر نورو مهمو موضوعاتو په هکله هم بحث او لازمې پرېکړې وشوې. د پوهنتون عمومي رئيس د يادو موضوعاتو په تړاو اړوندو مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې او لارښوونې وکړې. ياده ناسته چې د قرانکريم د څو مبارکو اياتونو پر تلاوت پیل شوې وه، په دُعايه کلماتو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Sun, Jun 14 2026 3:41 PM
Background image

د اداري پروسو د ساده‌سازۍ په موخه ځانگړی هيئت وټاکل شو

د پوهنتون په اداري شورا کې د ساده شويو اداري پروسو له تطبيق څخه د څارنې او د پاتې اداري پروسو د لا ساده‌سازۍ په موخه ځانگړی هيئت وټاکل شو. ياده پرېکړه د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون. . .

Sat, Jun 13 2026 6:16 PM
Background image

د پنځه‌گونو پوهنځيو له محصلينو څخه رقابتي ازموينه واخيستل شوه

په سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې له محصلينو څخه د شرعي نظام په استحکام کې د اطاعت اغېزې کتاب کې د سيالۍ په موخه ازموينه واخيستل شوه.

دغه سيالي چې د محصلانو چارو معاونيت اړوند د. . .

Sat, Jun 13 2026 6:05 PM
Background image

د پوهنتون اداري کارکوونکو ته د ناسمو رواجونو مخنيوي(۱۷مه) گڼه فرمان په هکله د پوهاوي سېمينار دایر شو

د خېښۍ، ودونو، مصيبتونو او همدا راز له حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال د ناسمو رواجونو د مخنيوي په هکله(۱۷مه) گڼه فرمان د درېيمي مادې په تړاو، چې له حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال. . .

BACK TO NEWS