پوهنتون کې د ابادۍ او سرسبزۍ چارې په چټکۍ سره روانې دي
![SJAU](/sites/default/files/2025-01/screenshot_2025-01-22_110851.png)
یادې چارې، چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د مشرتابه په لارښوونه او د مالي او اداري چارو مرستیال تر مستقیمې څارنې لاندې د پوهنتون د خدماتي کارکوونکو له خوا جریان لري، چې په بشپړېدو سره به یې د پوهنتون په فزیکي بڼه کې مثبت تغیر او ښکلا رامنځته شي.
د مالي او اداري چارو مرستیال قاري رحمن الله صادق وویل: له یادو چارو څخه یې موخه محصلینو ته د زده کړو لپاره د مناسب چاپېریال رامنځته کول دي. نوموړي له يادو کارکوونکو مننه وکړه، چې پوهنتون د ښکلا او سمسورتیا لپاره دوامدارې هلې ځلې کوي.
په يادو چارو کې د پوهنتون د شاړو برخو د ابادۍ سربېره د پوهنتون دننه په بېلابېلو ساحو کې د موسمي گلانو کرل، د ونو اضافي برخو اصلاح او د زینتي بوټي کېنول شامل دي.