پوهنتون د څېړنو عمومي کمېټې ناسته وشوه

Abdullah Saeed
Wed, Oct 08 2025 12:23 PM
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د څېړنو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ ناسته وکړه، چې د کمېتې غړو په کې برخه لرله. د علمي څېړنو او مجلې مرستيال د اړوندو پوهنځيو استازو ته سپارښتنه وکړه چې د خپل پوهنځي د ټولو ترسره شويو څېړنو پایلې دې له معاونیت سره شریکې کړي او همداراز هر ديپارتمنت دې خپلو محصلينو ته د څېړنې پر بېلابېلو موضوعاتو سېمينارونه داير کړي. په ياده ناسته کې پر بېلابېلو موضوعاتو تر بحث وروسته لازمې پرېکړې وشوې او مجلس د خیر په دُعا پای ته ورسېد.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 11:36 AM
Background image

پوهنتون رييس له کمپيوټرساينس او اقتصاد پوهنځيو څخه ليدنه او څارنه وکړه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن د پوهنځيو له چارو څخه د څارنې او ارزونې په لړ کې نن ورځ د کمپيوټرساينس او اقتصاد پوهنځيو څخه ليدنه او څارنه وکړه. نوموړي د يادې. . .

Thu, Oct 09 2025 12:09 PM
Background image

د پوهنتون رييس له شرعياتو پوهنځي څخه ليدنه او څارنه وکړه

د سيد جمال الدين افغاني رييس شيخ عبدالمالک محسن د پوهنځيو له چارو څخه د څارنې او ارزونې په لړ کې نن ورځ د شرعياتو له پوهنځي څخه ليدنه او څارنه وکړه. نوموړي د يادې ليدنې په ترڅ کې د. . .

Wed, Oct 08 2025 12:23 PM
Background image

پوهنتون د څېړنو عمومي کمېټې ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د څېړنو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ ناسته وکړه، چې د کمېتې غړو په کې برخه لرله. د علمي څېړنو او مجلې. . .

BACK TO NEWS