د پوهنتون رئیس له اداري او خدماتي کارکوونکو سره ناسته وکړه

Abdullah Saeed
Wed, Nov 26 2025 9:19 AM
SJAU

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور، د مالي او اداري چارو مرستيال حافظ مولوي محمدعثمان سعيد په حضور کې د پوهنتون له اداري او خدماتي کارکوونکو سره ناسته وکړه.

د پوهنتون رئیس په خپلو خبرو کې ياد کارکوونکي مخاطب کړل چې ستاسو هڅې او زحمتونه د پوهنتون لپاره د ښه مديريت، منظم او پاک چاپېريال په برخه کې د قدر وړ دي او متوجه يې کړل چې په پوره اخلاص، ايماندارۍ او صحيح نيت سره خدمت وکړي نو دا به يې په عبادت کې حسابېږي. نوموړي وويل، چې په اداره کې به هر ډول امتياز يوازې د خدمت په بدل کې ورکول کېږي.

په دغه ناسته کې يادو کارکوونکو خپلې ستونزې او غوښتنې د پوهنتون له مشرتابه سره شریکې کړې او د پوهنتون رئيس له لوري ډاډ ورکړل شو چې ستونزو او غوښتنو ته به يې ژر رسېدنه وشي او همداراز يې هغوی ته سپارښتنه وکړه چې په اړوندو چارو کې د آمرینو پوره اطاعت وکړي او خپل کارونه پر ټاکلي وخت انجام کړي. ياده ناسته د خیر په دُعاء سره پای ته ورسېده.

Latest news

Wed, Nov 26 2025 2:28 PM
Background image

د پوهنتون رهبري شورا ناسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور په مشرۍ او د پوهنتون مرستيالانو په گډون د رهبري شورا ناسته وشوه چې د پوهنتون عمومي کتابتون ستونزو ته د اساسي حل لارو. . .

Wed, Nov 26 2025 9:19 AM
Background image

د پوهنتون رئیس له اداري او خدماتي کارکوونکو سره ناسته وکړه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور، د مالي او اداري چارو مرستيال حافظ مولوي محمدعثمان سعيد په حضور کې د پوهنتون له اداري او خدماتي کارکوونکو سره ناسته وکړه. . .

Tue, Nov 25 2025 2:51 PM
Background image

د پوهنتون رئيس د فرهنگي چارو له عمومي کمېټې سره ناسته وکړه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور د فرهنگي چارو له عمومي کمېټې سره ناسته وکړه چې د يادې کمېټې ټولو غړو په کې برخه لرله. پیل کې د پوهنتون رئيس د ښه راغلاست. . .

BACK TO NEWS