د پنځهگونو پوهنځيو محصلينو ته د فکري روزنې يو ورځنی سېمينار داير شو
دغه سېمينار چې د اسلام قوت او تأثر؛ او د اسلامي نظام د سرحداتو ساتنې پر موضوعاتو د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمريت په نوښت داير شوی ؤ، د پنځهگونو پوهنځيو محصلينو په کې برخه لرله. په پيل کې د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمر مولوي عبدالله مسلم په خپلو خبرو کې د سېمينار اهميت او ارزښت بيان کړ او دا وړ سېمينارونه يې د محصلينو د فکري بيدارۍ لپاره اړين وبلل. ورپسې د شرعياتو پوهنځي استادانو هر يو: پوهندوی عنايت الرحمن همت د(اسلام قوت او تأثر) او پوهنيار عبدالولي حميدي د(اسلامي نظام د سرحداتو ساتنه) تر سرليکونو لاندې پر ټاکل شويو موضوعاتو تفصيلي معلومات وړاندې کړل او همداراز يې د منفي تبليغاتو مخنيوی په برخه کې د محصلينو پر رول خبرې وکړې. په ورته وخت کې محصلينو د اسلامي نظام او د سرحداتو ساتنه خپل ديني او ملي مسؤليت وباله او ژمنه يې وکړه چې په دې برخه کې هر راز قربانۍ ته چمتو دي.
