د پوهنتون اړوند د اعلان شويو کادري بستونو د شارټلېست پروسه پای ته ورسېده
د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون اړوند د اقتصاد پوهنځي د مالي او بانکي څانگې، د ښوونې او روزنې پوهنځي د دري ژبې او ادبياتو څانگې او د کمپيوټرساينس پوهنځي د معلوماتي سېستمونو څانگې د اعلان شويو کادري بستونو د شارټلېست پروسه د يوې ځانگړې کمېټې له لوري چې د پوهنتون د علمي چارو مرستيال قاضي عبدالهادي فضلي يې مشري کوله په پوره شفافیت، بېطرفۍ او د نافذه اصولو په پوره رعایت سره ترسره شوه.
د يادونې وړ ده چې د دغو اعلان شويو(۷) کادري بستونو لپاره ټولټال(۴۰) تنو غوښتنلیکونه سپارلي ول، چې اسناد یې د ټاکل شويو شرایطو او معيارونو له مخې په دقیق وارزول شول او په پایله کې یې(۳۴) تنه د راتلونکو پړاوونو لپاره د وړ نوماندانو په توگه وپېژندل شول.
