پوهنتون مشرتابه له لوري د کار په ملي کنفرانس کې گډونوال استادان وستايل شول

Abdullah Saeed
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۹ - ۱۶:۱۰
SJAU

د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري په ترتيب شوي د(کار ملي کنفرانس) کې د پوهنتون په استازۍ گډونوال استادان نن ورځ د يوې شاندارې غونډې په ترڅ کې وستايل شول چې علمي مقالو يې د محتوا او شمېر له مخې د افغانستان په کچه دې پوهنتون ته د لومړي مقام وياړ وربخښلی ؤ.

په همدې مناسبت د ياد پوهنتون د څېړنو او مجلو معاونيت په نوښت او پوهنتون د نشراتو او فرهنگي چارو عمومي کمېټې په هلوځلو د پوهنتون د غونډو په تالار کې ستاینغونډه جوړه شوې وه، چې د پوهنتون مشرتابه پلاوي سربېره په کې د کونړ ولايتي ادارو مسؤلينو، د پوهنځیو رييسانو، استادانو، اداري کارکوونکو او محصلینو برخه لرله.

غونډې ته د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون ريیس شیخ عبدالمالک محسن او نورو مشرانو په خپلو ويناوو کې د پوهنتون استادان وهڅول چې په راتلونکي کې تر دې ډېرې لاسته راوړنې او نوښتونه ولري او ياده غونډه استادانو ته د ستاينليکونو پر وېش او دُعايه کليماتو سره پای ته ورسېده.

د يادونې ده چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون استادان په داخلي ملي او نړۍوالو کنفرانسونو کې دوامداره برخه اخلي او لوړو زده‌کړو وزارت د څېړنې، تألیف او ژباړې ریاست له لوري په تر سره شویو کنفرانسونو کې يې هم د پام وړ علمي او څېړنيزې مقالې وړاندې کړې دي چې ياد پوهنتون ته يې د پام وړ اعتبار وربخښلی دی.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱ - ۱۴:۴۴
Background image

پوهنتون د رهبري شورا ناسته وشوه

ياده کاري ناسته چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن په مشرۍ وشوه، د پوهنتون مرستیالانو، د پوهنځيو ريیسانو او د اداري برخې ځينيو آمرينو په کې گډون درلود؛ چې د روان. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۹ - ۱۶:۱۰
Background image

پوهنتون مشرتابه له لوري د کار په ملي کنفرانس کې گډونوال استادان وستايل شول

د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري په ترتيب شوي د(کار ملي کنفرانس) کې د پوهنتون په استازۍ گډونوال استادان نن ورځ د يوې شاندارې غونډې په ترڅ کې وستايل شول چې علمي مقالو يې د محتوا او. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۹ - ۱۴:۳۰
Background image

پوهنتون د یوې غونډې په ترڅ کې ممتاز محصلین وستایل

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو هغه محصلین چې د تېر سمستر په ازموینو کې یې د لوړو نمرو په اخیستلو سره د پوهنتون په کچه د ممتاز محصل مقام خپل کړی ؤ، د یوې شاندارې غونډې. . .

BACK TO NEWS