د مقاله ليکنې سيالۍ خبرتيا!
د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون اړوند د علمي څېړنو او مجلو معاونيت په پام کې لري، چې د ناسمو رواجونو مخنيوي په هکله د(۱۷مه) گڼه فرمان د ښه تطبيق او پوهاوي په موخه د پېنځهگونو پوهنځيو محصلينو ترمنځ د مقاله ليکنې سيالۍ په لاره واچوي او په دغه سيالۍ کې به له لومړي مقام څخه تر پېنځم مقام پورې غوره مقاله ليکونکو ته ډالۍ هم ورکړل شي. د يادې سيالۍ لپاره د مقالو سپارلو وخت د ۱۴۰۵ لمريز کال حمل مياشتې له ۱۵مې نېټې څخه پيل او د ثور مياشتې تر ۱۵مې نېټې پورې به دوام ولري. گرانو محصلينو، تاسو کولی شئ خپلې مقالې په اړوند پوهنځي کې د څېړنو فرعي کمېټې ته وسپارئ.
