جدید الشمول محصلانو د نوملیکنې خبرتیا!

Abdullah Saeed
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون ته د ۱۴۰۳ لمریز کال په کانکور ازموينه کې بريالیو جدیدالشمول محصلانو ته خبر ورکول کېږي، چې د نوملیکنې لپاره دې، سر له سبا(۱۰/۵/۱۴۰۳هــ . ش مطابق ۲۵/۱/۱۴۴۶هـــ . ق) د پوهنتون محصلانو چارو آمريت ته د نومليکنې په موخه له ټاکل شوي مهالوېش سره سمه مراجعه وکړي.

پاملرنه: د نومليکنې پر مهال باید لاندې موارد په جدي توگه په پام کې ونيول شي:

1 - د بریالي محصل فزيکي شتون اړین دی.

2 - اصل تذکره چې د کانکور نومليکنه یې پرې کړي وي او د تذکرې دوه رنگه کاپي باید ولري.

3 - څلور قطعې(۳*۴) انځورونه، چی بکگراونډ یې سپين وي.

4 - خپل شهرت(نوم، پلار نوم او نيکه نوم) په انگليسي ژبه بايد په ليکلې بڼه له ځان سره ولري.

5 - هر محصل باید د دولسم ټولگي اسناد، فعال موبايل نمبر، ایمیل ادرس او ID نمبر ولري.

ټول جدید الشمول محصلان باید د پورته مواردو په نظر کې نیولو سره سم په سالار باغ کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د محصلانو چارو آمريت ته راشي.

Latest announcements

Tue, Jul 30 2024 4:49 PM
Background image

جدید الشمول محصلانو د نوملیکنې خبرتیا!

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون ته د ۱۴۰۳ لمریز کال په کانکور ازموينه کې بريالیو جدیدالشمول محصلانو ته خبر ورکول کېږي، چې د نوملیکنې لپاره دې، سر له سبا(۱۰/۵/۱۴۰۳هــ . ش مطابق ۲۵/۱/۱۴۴۶هـ . . .

Tue, May 07 2024 12:17 PM
Background image

امارت پېژندنې کتاب د سيالۍ په اړه د محصلانو چارو معاونيت خبرتيا!

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت پلان لري چې د پوهنتون محصلانو ته د امارت پېژندنې کتاب سيالۍ برابره کړي، د سيالۍ په اړه ټول جزءيات په انځور کې شته.

Tue, Apr 30 2024 1:19 PM
Background image

قراردادي استادانو د گمارنې خبرتيا!

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د دري ژبې تدريس لپاره په لاندې شرايطو قراردادي استادانو ته اړتيا لري:

1: لږ تر لږه په دري ادب کې د لېسانس تر کچې زده‌کړې ولري.

2: کانديد بايد د تحصيل . . .

Back to announcements