د دیني علماء کرامو د عالمیې مرحلې(ماسټري) اسنادو د ارزونې او ازموینې په اړه خبرتیا!
د لوړو زده کړو وزارت د دیني جامعاتو او تخصصاتو لوی ریاست غواړي چې د دیني علماء کرامو د عالمیې مرحلې(ماسټري) اسنادو د ارزونې په موخه له ټولو هغو علماء کرامو څخه چې په سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې یې نوملیکنه کړې وه، د روان ۱۴۴۵هـ.ق کال د شعبان المعظم پر ۲۶ / مه د ۱۴۰۲هـ.ش کال د کب ۱۸مه نېټه، د جمعې په ورځ، د سهار پر ۸:۳۰ بجو ازموینه واخلي.
نو له ټولو هغو علماء کرامو څخه چې د یادې ازموینې لپاره یې نوملیکنه کړې، په ډېر درنښت هیله کېږي، چې په ټاکلي وخت د ازموینې محل(ننگرهار پوهنتون) ته تشریف يوسي.