د ليليې په مسجد کې د قرانکريم"ترجمې او تفسير" د درسونو پر دوام د سورة الأنعام افتتاح وشوه

Abdullah Saeed
Wed, Nov 12 2025 9:49 AM
SJAU

سيدجمال الدين افغاني پوهنتون د ليليې په مسجد کې محصلينو ته؛ د دعوت او ارشاد آمريت د درسونو په لړ کې تېره ورځ د ماښام تر لمانځه وروسته، د قرانکریم"ترجمې او تفسیر" د درسونو پر دوام د کونړ ولايت د جهادي مدرسې مهتمم شيخ الحديث رحمت دين مدني له لوري د سورة الأنعام افتتاح وشوه.

نوموړي ته چې د پوهنتون له لوري بلنه ورکړل شوې وه د دعوت اوارشاد آمر مولوي اعجاﺯالحق ﺯلِف له لوري ورته ښه راغلاست وويل شو او د ماښام تر لمانځه وروسته؛ شيخ الحديث رحمت دين مدني دسورة الأنعام د درس افتتاح وکړه او محصلينو ته يې د قرانکريم په عظمت او اهميت تفصيلي خبرې وکړې او همداراز يې د درس په بهير کې محصلين متوجه کړل چې د قرانکريم فکر له ځان سره واخلي، له افراط او تفريط څخه ځانونه وژغوري او د خپل تحصيل سره سره اسلامي تاريخ، د صحابه کرامو او ائمه کرامو سيرت ضرور مطالعه کړي.

Latest news

Wed, Jun 03 2026 11:02 AM
Background image

د ښوونې او روزنې پوهنځي د کيميا څانگې لرليد، ماموريت او موخې

لر ليد

کيميا څانګه په پام کې لري چې په راتلونکي کې د مسلکي او لوړ رتبه کادري غړو، علمي څېړنو او پروګرامونو، د زده‌کړې غوره او مسلکي تواميتونو په کولو، محصلينو ته د غوره خدمتونو وړاندې. . .

Mon, Jun 01 2026 10:47 AM
Background image

د پسرلني سمستر نهايي ازموينې پيل شوې

دغه ازموینې د لوړو زده‌کړو محترم وزارت د لارښوونې له مخې او د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي شورا له پرېکړې سره سم نن ورځ چې د ١۴٠۵ هـ . ش کال د جوزا مياشتې له ۱۱مې نېټې سره. . .

Sun, May 31 2026 1:42 PM
Background image

د روان پسرلني سمستر نهايي ازموينې سبا پيلېږي

په سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې د روان ۱۴۰۵ تحصيلي کال د پسرلني سمستر نهايي ازموينې به سبا، د جوزا مياشتې پر(۱۱مه) نېټه پيل شي. دا چې د لوی اختر تر رخصتيو وروسته رسمي چارې په عادي. . .

BACK TO NEWS