د پوهنتون استادانو ته د څېړنې په برخه کې پر دوه بېلابېلو موضوعاتو دوه ورځنی ورکشاپ دایر شو

Abdullah Saeed
Wed, Jan 15 2025 3:31 PM
SJAU

دغه روزنيز ورکشاپ چې د پوهنتون علمي چارو معاونيت په چوکاټ کې د مسلکي زده‌کړو په پرمختیايي مرکز کې جوړ شوی ؤ، د دې پوهنتون گڼو استادانو په کې برخه لرله.

د ورکشاپ په پرانيسته کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي چارو مرستيال قاضي عبدالهادي فضلي د څېړنې پر اړتيا او ارزښت هر اړخيزې خبرې وکړې او زياته يې وکړه چې د ټولنې شته ستونزو ته د حل لارو وړانديزول او د معياري څېړنو ترسره کول، هغه وخت شوني وي چې څېړونکی د څېړنې له اصولو او معيارونو سره پوره اشنا وي.

ورپسې د پوهنتون مسلکي پرمختيايي مرکز آمر پوهنيار امان الله توتاخېل په خپلو خبرو کې د ياد مرکز له فعاليتونو او لاسته راوړنو يادونه وکړه او زياته يې کړه چې تر دې وروسته به استادانو، مامورينو او محصلينو ته هم د ظرفيت لوړونې په موخه نورې د اړتيا وړ روزنيزې برنامې دايرې کړي.

په دې ورکشاپ کې د کرنې پوهنځي رييس پوهندوی محمدحسن محمدي له لوري(په څېړنه کې د نمونه اخېستنې ډولونه، تخنيکونه او لارې چارې) او د علمي څېړنو آمر پوهندوی محمد رحيم خاکسار له خوا(په څېړنه کې د ستونزې پېژندنې او د حل لارو وړانديزولو ارزښت) تر سرليکونو لاندې موضوعات وړاندې شول چې په پای کې د گډونوالو پوښتنو ته د قناعت وړ ځوابونه ورکړل شول.

Latest news

Mon, Feb 16 2026 1:59 PM
Background image

د پوهنتون عمومي رئيس له مرستيالانو او د پوهنځيو رئيسانو سره مشورتي ناسته وکړه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور له مرستيالانو او د پنځه‌گونو پوهنځيو رئيسانو سره مشورتي ناسته وکړه. په پيل کې د پوهنتون عمومي رئيس اړوندو مسؤلينو. . .

Mon, Feb 16 2026 9:29 AM
Background image

د ښوونې او روزنې پوهنځي د پښتو ژبې او ادب څانگې د کتابتون پرانيسته وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج عبدالواسع منصور، د علمي چارو مرستيال قاضي عبدالهادي فضلي، د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي، د علومو اکاډمۍ غړی. . .

Thu, Feb 12 2026 10:16 AM
Background image

د پوهنتون د علمي‌ــــ‌څېړنيزې مجلې«اند» د کتنپلاوي ناسته وشوه

ياده ناسته چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ وشوه، د اند علمي‌ــــ‌څېړنيزې مجلې د کتنپلاوي غړو په کې برخه لرله. ناستې. . .

BACK TO NEWS