سيد جمال الدين افغاني پوهنتون او د اسعداباد ښاروالۍ ترمنځ د گډو همکاریو هوکړه لاسلیک شوه

Abdullah Saeed
Sun, Sep 08 2024 1:03 PM
SJAU

د دواړو ادارو ترمنځ د علمي او مسلکي ظرفیت لوړونې په موخه د دوه اړخيزو همکاريو هوکړه‌لیک د ياد پوهنتون د رييس شيخ عبدالمالک محسن او د اسعداباد ښاروال مولوي نظر محمد عتيق له لوري لاسلیک شو، چې په مراسمو کې يې د پوهنتون مرستيالانو، د پوهنځيو رييسانو او د پوهنتون منسوبينو او محصلينو ترڅنگ؛ د اسعداباد ښاروالۍ مسؤلينو هم برخه لرله.

د يادونې ده چې د دې دوه اړخیزې هوکړې له مخې به د علمي او مسلکي همکاريو ترڅنگ، د پوهنتون محصلینو ته د عملي زده‌کړو او اړینو تجربو د ترلاسه کولو په برخه کې لازمې اسانتياوې برابرې شي.

Latest news

Thu, Oct 23 2025 11:11 AM
Background image

د شل کلنې جهادي دورې د يادونو شپه تر سرليک لاندې علمي کنفرانس داير شو

تېره شپه د ماښام تر لمانځه وروسته د ليليې په مسجد کې په همدې اړوند د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون فرهنگي چارو عمومي کمېټې په نوښت، د دعوت او ارشاد او د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ. . .

Thu, Oct 23 2025 9:40 AM
Background image

محصلینو ته د نشه‌يي توکو زيانونو په تړاو د پوهاوي سېمينار دایر شو

د عامه پوهاوي دغه يو ورځنی سېمينار چې د نشه‌يي توکو زيانونو او حل لارو پېژندنې په تړاو د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمريت په. . .

Wed, Oct 22 2025 11:12 AM
Background image

د پوهنتون رييس له ښوونې او روزنې پوهنځي څخه ليدنه او څارنه وکړه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن د پوهنځيو له چارو څخه د څارنې او ارزونې په لړ کې نن ورځ د ښوونې او روزنې له پوهنځي څخه ليدنه او څارنه وکړه. نوموړي د يادې ليدنې. . .

BACK TO NEWS