سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي - څېړنيزې مجلې(اند) د چاپ شويو گڼو د ارزونې په موخه د لوړو زده کړو وزارت له لوري ټاکل شوي پلاوي کونړ ولايت ته سفر وکړ

Abdullah Saeed
Mon, Feb 05 2024 10:04 AM
SJAU

په پيل کې راغلي پلاوي د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون له مشرتابه سره وليدل، د پوهنتون رييس پوهنمل محب الله محب هغوی ته ښه راغلاست ووايه او د پوهنتون د هر اړخيز پرمختگ په برخه کې يې معلومات ورکړل، چې د راغلي هيئت مشر پوهندوی دوکتور محمدولي سالاري پرې خوښي وښوده او د پوهنتون مشرتابه ته يې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.

ټاکل شوي پلاوي د دې کاري سفر په ترڅ کې د پوهنتون د علمي - څېړنيزې مجلې(اند) دوه چاپ شوې گڼې وارزولې، چې پايلې به يې په نږدې وخت کې له پوهنتون سره په رسمي بڼه شريکې شي.

Latest news

Sat, Oct 25 2025 2:55 PM
Background image

د پوهنتون رهبري شورا ناسته وشوه

نن ورځ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن په مشرۍ او د پوهنتون مرستيالانو په گډون د رهبري شورا ناسته وشوه چې د مشرتابه عالي مقام له لوري د توشېح شويو قوانينو،. . .

Thu, Oct 23 2025 11:11 AM
Background image

د شل کلنې جهادي دورې د يادونو شپه تر سرليک لاندې علمي کنفرانس داير شو

تېره شپه د ماښام تر لمانځه وروسته د ليليې په مسجد کې په همدې اړوند د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون فرهنگي چارو عمومي کمېټې په نوښت، د دعوت او ارشاد او د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ. . .

Thu, Oct 23 2025 9:40 AM
Background image

محصلینو ته د نشه‌يي توکو زيانونو په تړاو د پوهاوي سېمينار دایر شو

د عامه پوهاوي دغه يو ورځنی سېمينار چې د نشه‌يي توکو زيانونو او حل لارو پېژندنې په تړاو د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمريت په. . .

BACK TO NEWS