لوړو زده‌کړو وزارت د استازي له لوري د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون مشرتابه ته شا او خوا(۳۰۰) ټوکه کتابونه وسپارل شول

Abdullah Saeed
Wed, Jun 12 2024 2:17 PM
SJAU

ياد وزارت د تاليف،څېړنې او ژباړې ريیس دوکتور حميدالله مزمل له‌خوا د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون ريیس شيخ عبدالمالک محسن ته شا او خوا(۳۰۰) ټوکه بېلابېل کتابونه د یوې غونډې په ترڅ کې وسپارل شول، چې په مراسمو کې يې د پوهنتون مرستيالانو، د پوهنځيو رييسانو، استادانو او اداري کارکوونکو برخه لرله.

پیل کې د پوهنتون رييس راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووايه او له هغوی یې مننه وکړه، چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون ته يې یاد کتابونه ډالۍ کړل.

شيخ عبدالمالک محسن وويل: د الله ﷻ له لوري انسان ته ستره ډالۍ علم دی چې په کتاب ليکلو او خپرولو سره ساتل کېدای شي، نوموړي د څېړنې اهميت ته په اشارې د هرې ستونزې حل په تحقيق کې نغښتی وباله.

غونډې ته د تاليف،څېړنې او ژباړې ريیس د کتاب پر ارزښت مفصلې خبرې وکړې او په نړۍواله کچه يې کتاب د چاپ، مطالعې او پلور په برخه کې معلومات وړاندې کړل.

دوکتور حمیدالله مزمل استادانو ته د اصولو په رڼا کې د څېړنو ترسره کولو سپارښتنه وکړه او ژمنه يې وکړه چې له دې پوهنتون سره به په ياده برخه کې پوره همکاري وکړي.

همدا راز غونډې ته د پوهنتون علمي څېړنو او مجلې مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون په کچه د څېړنو په برخه کې د لاسته راوړنو، ستونزو او حل لارو په اړه چمتو کړی پرېزېنټيشن وړاندې کړ.

یاده دې وي، چې مرسته شوي کتابونه به د پوهنتون په عمومي کتابتون کې ځای پر ځای شي؛ استادان او محصلین به ترې گټه واخلي.

Latest news

Wed, Jun 03 2026 11:02 AM
Background image

د ښوونې او روزنې پوهنځي د کيميا څانگې لرليد، ماموريت او موخې

لر ليد

کيميا څانګه په پام کې لري چې په راتلونکي کې د مسلکي او لوړ رتبه کادري غړو، علمي څېړنو او پروګرامونو، د زده‌کړې غوره او مسلکي تواميتونو په کولو، محصلينو ته د غوره خدمتونو وړاندې. . .

Mon, Jun 01 2026 10:47 AM
Background image

د پسرلني سمستر نهايي ازموينې پيل شوې

دغه ازموینې د لوړو زده‌کړو محترم وزارت د لارښوونې له مخې او د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي شورا له پرېکړې سره سم نن ورځ چې د ١۴٠۵ هـ . ش کال د جوزا مياشتې له ۱۱مې نېټې سره. . .

Sun, May 31 2026 1:42 PM
Background image

د روان پسرلني سمستر نهايي ازموينې سبا پيلېږي

په سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې د روان ۱۴۰۵ تحصيلي کال د پسرلني سمستر نهايي ازموينې به سبا، د جوزا مياشتې پر(۱۱مه) نېټه پيل شي. دا چې د لوی اختر تر رخصتيو وروسته رسمي چارې په عادي. . .

BACK TO NEWS