محصلينو د تبديلۍ په تړاو د لوړو زده کړو وزارت خبرتیا!

Abdullah Saeed
SJAU

د امارتي پوهنتونونو او لوړو زده کړو مؤسسو ټولو محصلینو ته خبر ورکول کېږي، چې د تبدیلو پروسه د روان کال(1402) مرغومي میاشتې له لوموړۍ نېټې څخه پیل او د سلواغې میاشتې تر پایه، یوازې د ورځې برنامې څخه شپې برنامې ته په ورته څانګه، سمستر او ټولګي کې په لاندې شرایطو سره ترسره کېږي.

1: له لومړي تحصیلي بنسټ څخه د فورم اخیستل او د دواړو تحصیلي بنسټونو څخه موافقه ترلاسه کول.

2: د دویم تحصیلي بنسټ په شپې برنامه کې د اړوندې څانګې شتون.

3: تبدیلي په ورته سمستر، ټولګي او څانگه کې ترسره کېږي.

4: د غوښتنپاڼې او عریضې له لارې تبدیلي نه منل کېږي.

نوټ:  د محصلینو تبدیلي د ورځنیو برنامو څخه شپې برنامو ته د پورته شرایطو سره سم او د تبدیلو کمیسیون له تايید نه وروسته ترسره کېږي.

Latest announcements

Sat, Oct 26 2024 2:47 PM
Background image

د الحق المبين کتاب سيالۍ په ازموينه کې د برخه‌والو محصلينو د پام وړ

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون ټولو هغو محصلينو ته چې د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د انسجام او همغږۍ آمريت له لوري په پلان شوې د الحق المبين کتاب په سيالۍ کې يې ازموينه ورکړې . . .

Sat, Oct 19 2024 11:08 AM
Background image

محترمو استادانو او څېړونکو د پام وړ!

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي څېړنو او مجلې معاونیت اړوند د آند علمي مجلې آمريت پلان لري چې د يادې مجلې څلورمه گڼه چاپ کړي نو له ټولو محترمو استادانو، څېړونکو او ليکوالو څخه هيله . . .

Mon, Oct 14 2024 10:53 AM
Background image

الحق المبين کتاب په سيالۍ کې د گډونوالو محصلانو د پام وړ!!

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون ټولو هغو محصلينو ته چې د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمريت له لوري په پلان شوې ازموينه(الحق المبين کتاب سيالۍ) کې يې نومليکنه . . .

Back to announcements