پوهنتون د رييس په مشرۍ، رهبري شورا ناسته وشوه

Abdullah Saeed
Sun, Oct 08 2023 3:19 PM
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د رييس پوهنمل محب الله محب په مشرۍ د پوهنتون رهبري شورا ناسته وشوه.

په ياده ناسته کې د علمي چارو مرستيال پوهندوی ميرويس ستانکزي، د محصلانو چارو مرستيال پوهنمل علي احمد بهار، د مالي او اداري چارو مرستيال قاري رحمن الله صادق او د پوهنځيو ريیسانو ګډون درلود، چې په کې د نصاب پر بشپړ تطبيق، د روان سمستر ازموينو ته د چمتووالي او د نورو بېلابېلو موضوعاتو په اړه بحث وشو.

د ناستې په پيل کې د پوهنتون رييس پوهنمل محب الله محب تدريسي بهير د لا ښه والي په پار اړوند مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

د بحث په ترڅ کې د پوهنتون مشرتابه د يادو موضوعاتو ترڅنګ پر يو شمېر نورو بېلابېلو مسايلو بحث او پرېکړې وکړې.

Latest news

Sat, Oct 25 2025 2:55 PM
Background image

د پوهنتون رهبري شورا ناسته وشوه

نن ورځ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن په مشرۍ او د پوهنتون مرستيالانو په گډون د رهبري شورا ناسته وشوه چې د مشرتابه عالي مقام له لوري د توشېح شويو قوانينو،. . .

Thu, Oct 23 2025 11:11 AM
Background image

د شل کلنې جهادي دورې د يادونو شپه تر سرليک لاندې علمي کنفرانس داير شو

تېره شپه د ماښام تر لمانځه وروسته د ليليې په مسجد کې په همدې اړوند د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون فرهنگي چارو عمومي کمېټې په نوښت، د دعوت او ارشاد او د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ. . .

Thu, Oct 23 2025 9:40 AM
Background image

محصلینو ته د نشه‌يي توکو زيانونو په تړاو د پوهاوي سېمينار دایر شو

د عامه پوهاوي دغه يو ورځنی سېمينار چې د نشه‌يي توکو زيانونو او حل لارو پېژندنې په تړاو د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمريت په. . .

BACK TO NEWS