ښوونې او روزنې پوهنځي استاد د پوهنمل علمي رتبې ته د ترفيع په موخه خپل علمي کنفرانس وړاندې کړ

Abdullah Saeed
Wed, Feb 19 2025 2:43 PM
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د بيولوژي دیپارتمنت استاد پوهنيار فضل معبود عادل د پوهنمل علمي رتبې ته د ترفيع په موخه(په شيدو کې د پروبيوتيک څېړنه) تر سرليک لاندې خپل لومړی علمي کنفرانس وړاندې کړ.

دغه کنفرانس چې د پوهنتون علمي چارو مرستيال قاضي عبدالهادي فضلي، د علمي څېړنو او مجلې مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي، د ښوونې او روزنې پوهنځي رييس پوهنيار مولوي خانزاده حنيفي، د ژوري هيئت غړو او استادانو پر وړاندې ارایه شو، له ازاد بحث او د ژوري هيئت تر مثبتې ارزونې وروسته پر دُعايه کلماتو سره پای ته ورسېد.

Latest news

Thu, Dec 11 2025 11:40 AM
Background image

پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال د خزاني سمستر د پیل شويو ازموینو له صحنو څخه ليدنه او څارنه وکړه

نن ورځ د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال مفتي شېرافضل منصور د ازموينو عمومي کمېټې د غړو په ملتيا د خزاني سمستر د پیل شويو ازموینو له صحنو څخه ليدنه او څارنه وکړه.. . .

Thu, Dec 11 2025 11:00 AM
Background image

محصلینو ته په ځان باور او اعتماد او انگېزه څه ده؟ تر سرليک لاندې سېمينار وړاندې شو

دغه يو ورځنی معلوماتي سېمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت تر چتر لاندې د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمريت په نوښت داير شوی ؤ، د پنځه‌گونو پوهنځيو محصلينو. . .

Thu, Dec 11 2025 9:14 AM
Background image

د زراعت پوهنځي محصلينو ته د ډينگي تبې ناروغۍ په تړاو د پوهاوي سېمينار وړاندې شو

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د زراعت پوهنځي محصلينو ته د مالي او اداري چارو معاونيت په چوکاټ کې، د روغتيا او خونديتوب عمومي کمېټې په نوښت د ډينگي تبې ناروغۍ په تړاو معلوماتي سېمينار. . .

BACK TO NEWS