په سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې د پایلو پر بنسټ پوهې او محصل محوره زده کړو د تدریسي تگلارو روزنيز ورکشاپ پیل شو

Abdullah Saeed
Wed, Jan 31 2024 12:25 PM
SJAU

دغه ورکشاپ چې د پوهنتون مسلکي زده‌کړو پرمختیايي مرکز په نوښت د(۱۰) لسو ورځو پر دوام جوړ شوی، د دې پوهنتون ۲۵ تنه استادان په کې برخه لري.

ياد ورکشاپ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د رييس پوهنمل محب الله محب، د پوهنتون مالي او اداري چارو مرستيال قاري رحمن الله صادق، د مسلکي زده‌کړو پرمختیايي مرکز آمر پوهنيار امان الله توتاخېل په حضور کې نن ورځ رسماً پيل شو.

ورکشاپ د پرانیستې پر مهال د پوهنتون رييس پوهنمل محب الله محب د پایلو پر بنسټ او محصل محوره زده کړو پر اړتیا او ارزښت خبرې وکړې او د دا ډول روزنيزو پروگرامونو جوړول يې گټور ياد کړل.

 نوموړي د ورکشاپ له برخه‌‌‌‌والو استادانو وغوښتل، چې په فعال گډون سره د ورکشاپ له ټولو مطالبو پوره گټه واخلي.

د یادونې ده، چې د ورکشاپ د روزنې چارې د پکتيکا لوړو زده‌کړو مؤسسې استاد ماسټر ټرېنر پوهنمل حزب الله رحماني له لوري پر مخ وړل کېږي.

Latest news

Tue, Oct 20 2026 2:41 PM
Background image

د کونړ محترم والي له سيد جمال الدين افغاني پوهنتون څخه د ليدنې پرمهال د پوهنتون په علمي شورا کې گډون او وينا وکړه

د کونړ محترم والي الحاج مولوي قدرت الله ابوحمزه له سيد جمال الدين افغاني پوهنتون څخه د ليدنې په ترڅ کې د ياد پوهنتون په علمي شورا کې گډون او وينا وکړه، چې د پوهنتون رهبرۍ او علمي شورا. . .

Thu, Oct 15 2026 12:05 PM
Background image

د پوهنتون عمومي رئیس له اداري او خدماتي کارکوونکو سره ناسته وکړه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور د پوهنتون له اداري او خدماتي کارکوونکو سره ناسته وکړه. د پوهنتون عمومي رئیس په خپلو خبرو کې ياد کارکوونکي مخاطب. . .

Tue, Oct 13 2026 1:57 PM
Background image

د شرعياتو پوهنځي ممتاز محصلان د يوې غونډې په ترڅ کې وستايل شول

ياده ستاينغونډه چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د شرعياتو پوهنځي په نوښت ترسره شوه، د شرعياتو پوهنځي مسؤلينو، استادانو او محصلينو په کې گډون کړی ؤ.

غونډې ته د شرعياتو پوهنځي مرستيال. . .

BACK TO NEWS