په کونړ سید جمال الدین افغاني پوهنتون کې د ۱۴۰۳ کال د کانکور ازموینه پیل شوه

Abdullah Saeed
Thu, Jun 06 2024 9:28 AM
SJAU

د ۱۴۰۳ لمريز کال کانکور ازموینه د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د غونډو په تالار کې د ياد پوهنتون ريیس شيخ عبدالمالک محسن، کونړ ولايت مقام د دفتر رييس مولوي محمد امين حقپرست، له ازموینو ملي ادارې څخه د راغلي  پلاوي مشر محمد داؤد ځلاند، د پوهنې رياست مرستيال مولوي محمد خالد فيضاني، د پوهنتون مرستيالانو، ممتحنه پلاوي او د کانکور گډونوالو په حضور کې نن ورځ رسماً پیل شوه.

د يادونې وړ ده چې په کونړ ولايت کې به نږدې له(۳۶۱۶) تنو کانکور گډونوالو څخه د درې ورځو په ترڅ کې له ټاکل شوي مهالوېش سره سمه ازموینه واخيستل شي.

Latest news

Sat, Oct 24 2026 2:22 PM
Background image

د افغانستان مالياتي نظام تر سرليک لاندې معلوماتي سيمينار وړاندې شو

ياد سیمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استادانو او محصلانو ته له ماليې وزارت څخه د راغلي پلاوي په همکارۍ وړاندې شو، د پوهنتون رهبرۍ، د کونړ مستوفيت استازو، د. . .

Tue, Oct 20 2026 2:41 PM
Background image

د کونړ محترم والي له سيد جمال الدين افغاني پوهنتون څخه د ليدنې پرمهال د پوهنتون په علمي شورا کې گډون او وينا وکړه

د کونړ محترم والي الحاج مولوي قدرت الله ابوحمزه له سيد جمال الدين افغاني پوهنتون څخه د ليدنې په ترڅ کې د ياد پوهنتون په علمي شورا کې گډون او وينا وکړه، چې د پوهنتون رهبرۍ او علمي شورا. . .

Thu, Oct 15 2026 12:05 PM
Background image

د پوهنتون عمومي رئیس له اداري او خدماتي کارکوونکو سره ناسته وکړه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور د پوهنتون له اداري او خدماتي کارکوونکو سره ناسته وکړه. د پوهنتون عمومي رئیس په خپلو خبرو کې ياد کارکوونکي مخاطب. . .

BACK TO NEWS