پوهنتون د علمي‌ــــ‌څېړنيزې مجلې«اند» د کتنپلاوي ناسته وشوه

Abdullah Saeed
Mon, Sep 30 2024 3:52 PM
SJAU

ياده غونډه چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي څېړنو او مجلې په معاونيت کې جوړه شوې وه، په کې د پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن، د علمي څېړنو او مجلې مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي، د محصلانو چارو مرستیال پوهنمل علي احمد بهار او د يادې علمي‌ــــ‌څېړنيزې مجلې د مديره او کتنپلاوي غړو برخه لرله.

د پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن د غونډې برخه‌والو ته د ښه راغلاست تر څنگ، د علمي څېړنو او مجلې معاونيت او د مجلې مديره او کتنپلاوي له غړو مننه وکړه، چې تل يې د پوهنتون په علمي او څېړنيزو برخو کې پوره هلې ځلې کړې دي.

نوموړي د «اند» علمي‌ــــ‌څېړنيزې مجلې کتنپلاوي ته سپارښتنه وکړه چې د مقالو په کتنه او غوراوي کې شرعي اصول او علمي معيارونه په بشپړ ډول رعايت کړي.

پوهنتون د علمي څېړنو او مجلې مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په خپلو خبرو کې د راغلو علمي‌ــــ‌څېړنيزو مقالو د شمېر او څرنگوالی په اړه د غونډې گډونوالو ته معلومات ورکړل او له کتنپلاوي يې مننه وکړه چې د دوی د هلو ځلو په پايله کې د مجلې تېرو گڼو  غوره مقام حاصل کړی ؤ.

د غونډې په وروستۍ برخه کې د بېلا بېلو علومو استادانو گډ گروپي کار وکړ، چې د علمي او تخنيکي کار پایلې به د مجلې له مديره پلاوي سره شریکې کړي.

Latest news

Sat, May 09 2026 4:18 PM
Background image

په تحصيلي برخه کې د نظام له هڅو او لاسته راوړنو ولسونه خوښ او قدرداني يې کوي

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس په خپل کاري دفتر کې د کونړ ولايت د قومي مشرانو له يو پلاوي سره په کتنه کې د پوهنتون د علمي او پرمختيايي چارو په تړاو خپل پلانونه او پرمختگونه. . .

Sat, May 09 2026 4:06 PM
Background image

پوهنتون د اداري او خدماتي کارکوونکو د اجراآتو کلنۍ ارزونه وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د مالي او اداري چارو معاونیت اړوند د کارکوونکو چارو آمریت، د کونړ ولایت مقام او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو آمريت مسؤلینو د یو گډ پلاوي له لوري د دې. . .

Thu, May 07 2026 12:14 PM
Background image

د زراعت پوهنځي محصلينو په لومړي ځل د بلخ ولايت ته علمي سفر وکړ

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د زراعت پوهنځي د حيواني علومو او کرنيز اقتصاد او توسعې څانگو(۲۸) تنو محصلینو، د پوهنتون د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمر په مشرۍ د(۴) تنو استادانو په گډون. . .

BACK TO NEWS