کونړ والي د يوه پلاوي په ملتيا له پوهنتون څخه ليدنه وکړه

Abdullah Saeed
Thu, Feb 13 2025 7:39 PM
SJAU

کونړ والي د يوه پلاوي په ملتيا له سيد جمال الدين افغاني پوهنتون څخه د ليدنې ترڅنگ په يوه ستره غونډه گډون او وينا وکړه.

ياده غونډه چې د پوهنتون په تالار کې جوړه شوې وه، د کونړ والي الحاج مولوي قدرت الله ابو حمزه، د سرحدنو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو معین الحاج مولوي محمد اسماعیل غزنوي او ورسره مل پلاوي، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون رییس شيخ عبدالمالک محسن، کابل د تعليم او تربيې پوهنتون رييس شيخ الحدیث سيد بشيرآغا هاشمي، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون مرستيالانو، د پوهنځيو رييسانو، استادانو، اداري کارکوونکو او گڼو محصلينو په کې برخه لرله، غونډې ته مشرانو د خپلو ویناوو پر مهال علم او پوهه د هېواد او ټولنې د ابادۍ لپاره مهم وبلل او ځوانانو ته یې په زده کړه‌ییزو او نورو دنیایي چارو کې د اسلامي لارښوونو د عملي کولو په تړاو لارښوونې وکړې.

پیل کې د سید جمال الدین افغاني پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن راغلو مشرانو ته ښه راغلاست ووايه او ورپسې د کونړ والي الحاج مولوي قدرت الله ابو حمزه په خپله وينا کې ځوانان د هېواد راتلونکی یاد کړل او له محصلینو یې وغوښتل چې په دیني او وطنۍ مینه خپلې خاورې ته خدمت وکړي.

غونډې ته د سرحدنو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو معین الحاج مولوي محمد اسماعیل غزنوي په خپله وينا کې محصلين متوجه کړل چې په لوړه روحيه، ديني جذبه او د علامه افغان سيدجمال الدين رحمه الله د افکارو په رڼا کې خپلې زده کړې وکړي چې د هېواد ځورېدلي ولس ته د ښه خدمت جوگه شي. ياده غونډه کابل د تعليم او تربيې پوهنتون رييس شيخ الحدیث سيد بشيرآغا هاشمي له لوري په دُعايه کليماتو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Wed, Dec 03 2025 9:17 AM
Background image

د مالي او اداري چارو مرستيال په مشرۍ ناسته کې د چارو په چټکتيا او کارونو کې پر اخلاص ټينگار وشو

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال حافظ مولوي محمدعثمان سعيد په مشرۍ تر سره شوې کاري ناسته کې چې په کې د مالي او اداري معاونيت اړوند آمرينو او عمومي مديرانو برخه. . .

Tue, Dec 02 2025 3:10 PM
Background image

د زراعت پوهنځي محصلینو ته د ساري ناروغيو مخنيوي په تړاو معلوماتي سېمينار وړاندې شو

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د زراعت پوهنځي محصلینو ته د مالي او اداري چارو معاونيت په چوکاټ کې، د روغتيا او خونديتوب عمومي کمېټې په نوښت د ساري ناروغيو مخنيوي په تړاو معلوماتي. . .

Sun, Nov 30 2025 2:39 PM
Background image

د زراعت پوهنځي محصلینو ته د حفظ‌الصحې په تړاو د پوهاوي معلوماتي سېمينار وړاندې شو

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د زراعت پوهنځي محصلینو ته د مالي او اداري چارو معاونيت په چوکاټ کې، د روغتيا او خونديتوب عمومي کمېټې په نوښت د حفظ‌الصحې په تړاو د پوهاوي معلوماتي سېمينا. . .

BACK TO NEWS