د خواشينۍ او تسليت پيغام

Abdullah Saeed
Sat, May 03 2025 6:01 PM
SJAU

ډېر زيات خواشيني يو چې تېره ورځ په يوه پېښه کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د کمپيوټرساينس پوهنځي يو تن محصل امان الله د پکتيا ولايت د زرمت ولسوالۍ اوسېدونکی شهيد شوی ؤ چې جنازه يې نن ورځ په پلرني ټاټوبي کې خاورو ته وسپارل شوه.

إِنَّا لِلّهِ وَإِنَّـا إِلَيْهِ رَاجِعونَ!

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د شهيد کورنۍ، خپلوانو او دوستانو ته د خواخوږۍ او تسلیت مراتب وړاندې کوي؛ الله ﷻ دې د شهيد درجې لوړې کړي. موږ په دې ستر غم کې د دوی له کورنۍ سره يو شان شريک يو او هغوی ته د ستر څښتن تعالی له لوی درباره د جميل صبر غوښتنه کوو.

د لوړو زده کړو وزارت په لارښوونه او د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون په استازيتوب د دې پوهنتون د علمي چارو مرستيال قاضي عبدالهادي فضلي د يوه پلاوي په مشرۍ د شهيد جسد له کونړ څخه پکتيا ولايت ته انتقال او په جنازه کې يې گډون وکړ. نوموړي پلاوي د شهيد ورثو ته د ياد وزارت او پوهنتون له لوري د تسلیت مراتب وړاندې کړل او همداراز يې د لوړو زده کړو وزارت له لوري شوې نغدي مرسته هم ور وسپارله.

Latest news

Sun, Jun 21 2026 2:37 PM
Background image

د پوسټر پرېزېنټېشن په بڼه د څېړنيزو پروژو پايلې شريکې شوې

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د کمپيوټرساينس پوهنځي(۸۱) تنو محصلينو له لوري د ترسره شويو څېړنو او موندنو پايلې د پوسټر له لارې نندارې ته وړاندې شوې، چې په مراسمو کې يې د سيد جمال الدين. . .

Sat, Jun 20 2026 3:23 PM
Background image

د ښوونې او روزنې پوهنځي د عربي ژبې او ادب څانگې لرليد، رسالت او موخې

لرليد:

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د عربي ژبې او ادب څانکې همېشنۍ هڅه او ژمنه ده چې د خپلو علمي برنامو او متخصصو کادرونو پر مټ د ټولنې اړتیا سره سم په عربي. . .

Thu, Jun 18 2026 2:17 PM
Background image

د شرعياتو پوهنځي ممتاز محصلین د يوې غونډې په ترڅ کې وستايل شول

په ياده ستاينغونډه کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور، د محصلانو مرستيال مفتي شېرافضل منصور، د شرعياتو پوهنځي رئيس مولوي کليم الله حقاني، د ياد. . .

BACK TO NEWS