د شرعياتو پوهنځي استادانو ته په شرعي علومو کې د مقالې ليکنې تگلارې تر سرليک لاندې سېمینار داير شو

دغه يو ورځنی روزنیز سېمینار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي څېړنو او مجلې معاونيت له لوري د معلوماتي ټکنالوژۍ په مرکز کې دایر شوی ؤ، د ياد پوهنځي استادانو او علماءکرامو په کې برخه لرله.
پيل کې د شرعياتو پوهنځي رييس مولوي سراج الدين عمر منصور په خپلو خبرو کې د سېمينار اهميت او ارزښت بيان کړ او له برخهوالو يې وغوښتل چې په فعال گډون سره د سېمينار له ټولو مطالبو پوره گټه واخلي.
ورپسې د پوهنتون د علمي څېړنو آمر پوهنمل دوکتور محمدسليم کريمزي د موضوع په تړاو چمتو کړی پرېزېنټېشن وړاندې کړ او ټولې برخې يې وار په وار تشريح کړې او په پای کې يې د گډونوالو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.