په کونړ ولايت کې د تنوير خصوصي پوهنتون چارې وارزول شوې

Abdullah Saeed
Sun, Jan 25 2026 3:15 PM
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د مشرتابه پلاوي په کونړ ولايت کې د تنوير خصوصي پوهنتون له چارو څخه څارنه او ارزونه وکړه. د ياد پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور، چې د علمي چارو مرستیال قاضي عبدالهادي فضلي او د کيفيت لوړاوي آمر پوهنيار انتظار صديقي يې هم ملتيا کوله؛ د ياد خصوصي تحصيلي بنسټ د علمي، څېړنيزو، دعوت او ارشاد، تضمين کيفيت او اداري چارو د ارزونې ترڅنگ؛ د نوموړي پوهنتون د مسؤلينو ستونزې واورېدې او هغوی ته يې د حل ډاډ ورکړ.

د تنوير خصوصي پوهنتون رهبرۍ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د مشرتابه پلاوي په ورتگ خوښي وښوده او د ياد خصوصي پوهنتون پر فعاليتونو يې رڼا واچوله. ياده دې وي چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رهبري د يو منظم پلان له مخې په کونړ ولايت کې د تنوير خصوصي پوهنتون له فعاليتونو څخه ليدنه او څارنه کوي.

Latest news

Sun, Jan 25 2026 3:15 PM
Background image

په کونړ ولايت کې د تنوير خصوصي پوهنتون چارې وارزول شوې

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د مشرتابه پلاوي په کونړ ولايت کې د تنوير خصوصي پوهنتون له چارو څخه څارنه او ارزونه وکړه. د ياد پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور، چې د علمي. . .

Tue, Jan 20 2026 5:04 PM
Background image

د اقتصاد پوهنځي استادانو او اداري کارکونکو ته د تضمين کيفيت نويو معيارونو په هکله د پوهاوي سېمينار داير شو

ياد سېمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د تضمين کيفيت کمېټې په نوښت جوړ شوی ؤ، د پوهنځي استادانو او اداري کارکونکو په کې برخه لرله.

د سېمينار په پرانيسته کې د. . .

BACK TO NEWS