پوهنتون مشرتابه پلاوي د شرعياتو پوهنځي له استادانو سره ناسته وکړه
سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي چارو مرستيال قاضي عبدالهادي فضلي او د علمي څېړنو او مجلې مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي د شرعياتو پوهنځي له استادانو سره ناسته وکړه.
پپل کې د پوهنتون علمي چارو مرستيال د علم پر اهميت، اړتيا او ارزښت هر اړخيزې خبرې وکړې او همداراز يې د تدريسي بهير د لا ښهوالي او د تحصيلي نصاب بشپړ تطبيق په پار استادانو ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.
ناستې ته د پوهنتون علمي څېړنو او مجلې مرستيال په خپلو خبرو کې استادان د تدريس تر څنگ څېړنې ته هم متوجه کړل او زياته يې کړه چې ټول پوهنتونونه مکلف دي د علمي کادر غړي يې د سلنې پر بنسټ ملي او نړۍوالو کنفراسونو ته علمي او څېړنيزې مقالې وليکي.
پوهنتون مشرتابه پلاوي د يادو استادانو نظرونه او وړاندیزونه واورېدل او هغوی ته يې د ستونزو د حل ډاډ ورکړ.
یاده ناسته د خیر په دُعا پای ته ورسېده.