پوهنتون کې په لومړي ځل د علمي ترفیعاتو شورا ايجاد او د علمي چارو مرستيال په مشرۍ يې خپله لومړنۍ ناسته وکړه

Abdullah Saeed
Wed, Dec 24 2025 1:39 PM
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي ترفیعاتو شورا د علمي چارو مرستيال قاضي عبدالهادي فضلي په مشرۍ خپله لومړنۍ ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده کاري ناسته کې د علمي چارو مرستیال د کمېټې غړو ته سپارښتنه وکړه، چې د علمي ترفیعاتو په پروسه کې په پوره دقت او شفافیت سره عادلانه پرېکړې وکړي. ورپسې د يو تن استاد د علمي ترفیع پر کیس بحث وشو او د وروستیو کړنو په موخه د پوهنتون علمي شورا ته وړاندې شو.

د يادونې وړ ده چې د علمي چارو مرستيال په ورته وخت کې د ستراتيژيک پلان د څار له کمېټې سره په ناسته کې د کېمټې غړو ته د پوهنتون او پوهنځيو په کچه د ياد پلان له بشپړ تطبيق څخه د جدي څارنې لارښوونه وکړه.

Latest news

Wed, Dec 24 2025 1:39 PM
Background image

پوهنتون کې په لومړي ځل د علمي ترفیعاتو شورا ايجاد او د علمي چارو مرستيال په مشرۍ يې خپله لومړنۍ ناسته وکړه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي ترفیعاتو شورا د علمي چارو مرستيال قاضي عبدالهادي فضلي په مشرۍ خپله لومړنۍ ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده کاري ناسته کې د. . .

Wed, Dec 24 2025 12:40 PM
Background image

پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

Tue, Dec 23 2025 3:22 PM
Background image

د پوهنتون عمومي رئيس د ښوونې او روزنې پوهنځي له مسؤلينو او استادانو سره ناسته وکړه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور، د څېړنو او علمي مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په گډون د ښوونې او روزنې  پوهنځي له مسؤلينو او. . .

BACK TO NEWS