سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د برحال محصلینو د پام وړ!

Abdullah Saeed
SJAU

لــکه څــرنگه چې تاسو خــبر لرئ د نېکــمرغه لوی اخــتر رســمي رخصــتي پای ته رسېدلې او درسونه له ټاکل شوي مهالوېش سره سم جريان لري، نو تاسو درنو محصلينو ته خبر درکول کېږي چې په منظم ډول خــپلو درسونو ته حاضر شئ او د نه حاضرېدو په صورت کې به د سوبتیا په کتاب کې ناسوب وشمېرل شئ، چې راتلونکی مسؤليت به مو خپل وي.