د پوهنتون استادانو ته د (TURNITIN) کارونې او پوهاوي په اړه معلوماتي سېمينار وړاندې شو

Abdullah Saeed
Thu, Jun 26 2025 2:28 PM
SJAU

دغه يو ورځنی روزنيز سېمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي څېړنو او مجلې معاونيت په نوښت د ادبي غلا مخنيوي سافټوير (TURNITIN)  کارونې په هکله د پوهنتون معلوماتي ټکنالوژۍ په مرکز کې جوړ شوی ؤ، چې د پوهنتون علمي چارو مرستيال قاضي عبدالهادي فضلي، د علمي څېړنو او مجلې مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي او لسگونو استادانو په کې برخه لرله.

ياد سېمينار د پرانیستې پر مهال د علمي چارو مرستيال استادانو ته لارښوونه وکړه چې له دې فرصت څخه د خپلې مسلکي پوهې او وړتیا په لوړونه کې اعظمي استفاده وکړي او په پوهنتونونو کې يې د دا ډول روزنيزو پروگرامونو دايرېدل مهم او گټور وبلل.

ورپسې د علمي څېړنو آمر پوهنمل دوکتور محمدسليم کريمزي د سېمينار اهميت او ارزښت په تړاو معلومات بيان کړل او له دې وروسته د ښوونې او روزنې پوهنځي استاد پوهنمل اسماعیل شینواري د ياد سافټوير په تړاو چمتو کړی پرېزېنټېشن وړاندې کړ او موضوعات يې په تيوري او عملي بڼه گډونوالو ته تشريح کړل او همداراز يې د هغوی پوښتنې هم ځواب کړې.

Latest news

Mon, Sep 01 2025 12:28 PM
Background image

ډېر زيات خواشيني يو چې د تېرې شپې په زلزله کې په کونړ او ننگرهار ولايتونو کې گڼ شمېر هېوادوال شهيدان او ټپيان شوي دي

إِنَّا لِلّهِ وَإِنَّـا إِلَيْهِ رَاجِعونَ!

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رهبري او ټول منصوبين د شهيدانو او ټپيانو کورنيو او خپلوانو ته د خواخوږۍ او تسلیت مراتب وړاندې کوي؛ الله ﷻ دې. . .

Wed, Aug 27 2025 3:18 PM
Background image

د اقتصاد پوهنځي له لوري د ممتازو محصلینو د ستاينې ترڅنگ؛ جديدالشمول محصلانو ته ښه راغلاست وويل شو

پیل کې د اقتصاد پوهنځي رييس پوهنيار حامد احمد مراد په خپلو خبرو کې د ياد پوهنځي له استادانو او اداري کارکوونکو مننه وکړه چې د محصلينو په روزنه او د پوهنځي په پرمختگ کې يې نه ستړې. . .

Wed, Aug 27 2025 2:54 PM
Background image

پوهنتون د څېړنو عمومي کمېټې ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د څېړنو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلې مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ ناسته وکړه، چې د علمي څېړنو آمر پوهنمل دوکتور محمدسليم کريمزي او د. . .

BACK TO NEWS