کمپیوټرساینس پوهنځی
د لوړو زده کړو وزارت
سید جمال الدین افغاني پوهنتون
کمپیوټر ساینس پوهنځی
د کمپیوټر ساینس پوهنځی لنډه تاریخچه:
|
د کمپيوټر ساينس پوهنځي په (۱۳۹۰) کال کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون په چوکاټ کې په دوو څانګو چې عبارت د معلوماتي ټکنالوژی او سافټویرانجنیرینګ څخه دي په اکاډميک فعاليت پيل وکړ چې د لوړو زده کړو وزارت لخوا تاييد شوي دکابل پوهنتون دکمپيوتر ساينس پوهنځي کريکولم تدريسوي، دکمپيوټرساينس پوهنځي دکريديت سيستم مطابق د لیسانس څلور کلنه تحصيلي دوره لري چې ددغي دوري دوه ړومبني کلونه عمومي او دوه وروستي کلونه يي اختصاصي دي چې دڅانګو په تفکيک سره تدريس پکي ترسره کيږي.
په اکاډميکه برخه کې اته (۸) تنه استادان لری چې له دې ډلی څخه يې دوه تنو د جرمنی هیواد او پاتی څلور تنو د کابل پوهنتون په کمپیوټر ساینس پوهنځی کی خپلی د ماستر زده کړی بشپړی کړي دی کې خپلی د ماسټری زده کړی بشپړی کړی دی او په اداري برخه کې يو تن تدريسي مدير، يوتن اجرائيه مدير، یو تن محافظ او یو تن خدماتي کارکونکی لري. یاد پوهنځی په دوو تخصصې څانګو کې پنځه دوری فارغان چې شمیر یی پنځه سوه شپږ پنځوس (۵۵۶) تنو ته رسیږی ټولنې ته د خدمت لپاره وړاندی کړی دي. یاد پوهنځی کې دا مهال پنځه سوه (۵۰۰) تنه محصلين په زده کړو بوخت دي.
دپوهنځي داستادانو علمي او تحصيلي رتبې په لاندي ډول دي:
تحصيلي رتبه |
د استادانو تعداد |
علمې رتبه |
مجموعه |
ماسټر |
۶ |
پوهنیار |
۸ |
لیسانس |
۲ |
نامزد پوهنیار |
د کمپیوتر ساینس پوهنځی اعلامیه
|
لرلید(Vision): |
د کمپیوټرساینس پوهنځي خپله راتلونکې داسې اټکلوي چې په پوهنیز ډول د سیمې او نړۍ په کچه یو د باور وړ پوهنځي په توګه ووسي، په ملی او نړیواله کچه دکمپيوټری علومو اړونده برخو کې مسلکی متخصصین او په کا ر پوه انجینران او کادرونه هېواد، سیمې او نړۍ ته د چوپړ په موخه چمتو کړي.
ماموريت(Mission):
|
د کمپیوټرساینس پوهنځي د خپل پوهنیز ماموریت په ترڅ کې دې ته په کلکه ژمن دی چې د هیواد د ټولو نافذه قوانینو او ارزښتونو په نظر کی نیولو سره د لیسانس په کچه دکمپیوټری علومو په برخه کې مسلکی، ژمن او د ۲۱ کمپیوټری پیړۍ د پرمختګونو سره بلد په کار پوه کادرونه وړاندی کوی.
ارزښتونه(Values)
|
۱-داسلامي ، ملي ، اخلاقي اوهیواد پالنې د بنسټونو په رڼا کی د ټکنالوژۍ زده کړه ورکول تر څو د بریښنایی حکومتولۍ په برخه کی هیوادوالو ته د خدمت مصدر وګرځی
۲-پوهنځی د یو ریښتني علمي او څیړنیز مرکز په توګه هیوادوالو او نړیوالو ته ورپیژندل .
۳-د ریسرچ پواسطه نوښتونه کول .
۴-سالمه او اغیزمنه ټولنه د معلوماتی ټکنالوژۍ په عصری او نوی میتودونو په بنسټ رامنځته کول
۵-دولت او ټولنه د کمپیوټری او ټکنالوژیکی موخو ته د رسیدو په غرض چارې تنظیمول .
د معلوماتی ټکنالوژي څانګی پيژندنه:
|
د معلوماتي ټکنالوژۍ څانګه په (۱۳۹۰) کال کې د پوهنځي په چوکاټ کې تاسيس شوي او په (۱۳۹۱) کال کې یې عملا په تدريس پيل کړيدی، چې اوس مهال څلور تنه استادان او ( ) محصلین لري.
د تدریس چاری یې د کریدت نړیوال سیستم مطابق پر مخ وړل کیږی او د کابل پوهنتون د کمپیوټرساینس پوهنځي د معلوماتي ټکنالوژۍ څانګې کریکولم تدریسوی. نوموړی څانګې تردې دمه ( ) تنه محصلین په پنځه ( ) دورو کې فارغ او ټولنې ته یې د خدمت لپاره وړاندې کړي دي.
ګڼه |
پیژندګلوې |
تقرر |
ترفیع |
تحصیلی درجه |
علمی رتبه |
دنده |
کتنې |
|
نوم |
پلارنوم |
|||||||
۱ |
محمد هارون قرغیوال |
محمد صادق |
۲۲/۱۱/۱۳۹۰ |
۲۲/۱۱/۱۳۹۱ |
ماسټر
|
پوهنیار
|
دڅانګې آمر |
|
۲ |
رفیق الله بریالی |
مهرالله |
۲۲/۱۱/۱۳۹۰ |
۲۲/۱۱/۱۳۹۱ |
ماسټر |
پوهنیار |
د پوهنځی ریئس |
|
۳ |
خالد شینواری |
حاجی مراد |
۴/۴/۱۳۹۳ |
۱۳/۷/۱۳۹۴ |
لسانس |
پوهنیار |
استاد |
|
۴ |
سعید الله |
جلال الدین |
۴/۴/۱۳۹۳ |
۱۳/۷/۱۳۹۴ |
پوهنیار |
پوهنیار |
استاذ |
|
د سافټویر انجینرینګ څانګه په (۱۳۹۰) کال کې د پوهنځي په چوکاټ کې تاسيس شوي او په (۱۳۹۱) کال کې یې عملا په تدريس پيل کړيدی، چې اوس مهال څلور تنه استادان او ( ) محصلین لري.
د تدریس چاری یې د کریدت نړیوال سیستم مطابق پر مخ وړل کیږی او د کابل پوهنتون د کمپیوټرساینس پوهنځي د معلوماتي ټکنالوژۍ څانګې کریکولم تدریسوی. نوموړی څانګې تردې دمه ( ) تنه محصلین په پنځه ( ) دورو کې فارغ او ټولنې ته یې د خدمت لپاره وړاندې کړي دي.
ګڼه |
پیژندګلوې |
تقرر |
ترفیع |
تحصیلی درجه |
علمی رتبه |
دنده |
کتنې |
|
نوم |
پلارنوم |
|||||||
۱ |
ذاکر الله عزمام |
خیر محمد |
۷/ ۱/ ۱۳۹۲ |
۲۷/ ۱/ ۱۳۹۳ |
ماسټر
|
پوهنیار
|
دڅانګې آمر |
|
۲ |
امان الله توتاخیل |
محمد الرحمن |
۲۴/ ۵/ ۱۳۹۱ |
۲۴/ ۵/ ۱۳۹۲ |
ماسټر |
پوهنیار |
استاد |
|
۳ |
بلال همت |
حاجی الف شاه |
۲۱/۶/۱۳۹۸ |
|
لسانس |
نامزد پوهنیار |
استاد |
|
۴ |
عبدالباری رودوال |
عبدالواسع |
۲۱/۶/۱۳۹۸ |
|
لسانس |
نامزد پوهنیار |
استاذ |
|