د امربالمعروف او نهی عن المنکر قانون د تنفيذ کمېټې د پوهنتون عمومي رئيس په مشرۍ نوبتي ناسته وکړه

Abdullah Saeed
Thu, Jan 08 2026 12:04 PM
SJAU

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور په مشرۍ د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د تنفيذ کمېټې د ياد قانون د ښه تطبیق په موخه نوبتي ناسته وکړه چې د مالي او اداري چارو مرستيال حافظ مولوي محمدعثمان سعيد، د دعوت او ارشاد آمر مولوي خليل الله معصوم او د کمېټې نورو غړو په کې برخه لرله.

په دغه کاري ناسته کې د مشرتابه حفظه الله تعالی د فرامينو بشپړ تطبيق، د پوهنتون منصوبينو او محصلينو د سيرت او صورت برابرولو او د يو شمېر نورو موضوعاتو په هکله په کې بحث او پرېکړې وشوې.

په پیل کې د پوهنتون عمومي رئيس د چارو د ښه ترسره کېدو لپاره مشورې او ناستې مهمې وبللې او اړوند مسؤلينو ته يې لارښوونه وکړه چې په پوره حکمت سره خپلې چارې مخکې يوسي. ورپسې د کمېټې غړو له نوموړي سره د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د تطبیق په برخه کې د خپلو فعاليتونو راپورونه شريک کړل، چې د هغه له لوري ورته د ياد قانون د بشپړ تطبيق په تړاو لازمې لارښوونې او سپارښتنې وشوې.

د يادونې وړ ده چې د پوهنتون عمومي رئيس د کونړ ولايت په کچه د ياد قانون د تنفيذ په ولايتي کمېټه کې هم فعاله ونډه لري او د کونړ ولايت مقام په رهبرۍ په هره نوبتي ناسته کې برخه اخلي.

Latest news

Thu, Jan 08 2026 12:04 PM
Background image

د امربالمعروف او نهی عن المنکر قانون د تنفيذ کمېټې د پوهنتون عمومي رئيس په مشرۍ نوبتي ناسته وکړه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور په مشرۍ د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د تنفيذ کمېټې د ياد قانون د ښه تطبیق په موخه نوبتي ناسته وکړه چې د. . .

Wed, Jan 07 2026 2:02 PM
Background image

پوهنتون د څېړنو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د څېړنو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده. . .

Tue, Jan 06 2026 2:22 PM
Background image

په پوهنتون کې د تضمين کيفيت نويو معيارونو په هکله د پوهاوي ورکشاپ داير شو

ياد دوه ورځنی ورکشاپ چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي چارو معاونيت په نوښت، د تضمين کيفيت آمریت له لوري د پوهنتون معلوماتي ټکنالوژۍ په مرکز کې جوړ شوی دی، د پوهنتون رهبري، د. . .

BACK TO NEWS