د مالي او اداري چارو مرستيال په مشرۍ ناسته کې د حاضرۍ په پابندۍ او چارو کې پر چټکتيا ټينگار وشو
سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال حافظ مولوي محمدعثمان سعيد په مشرۍ تر سره شوې کاري ناسته کې چې د معاونيت اړوند آمرينو او عمومي مديرانو په کې برخه لرله، پر يو شمېر موضوعاتو په کې بحث او پرېکړې وشوې.
په ياده ناسته کې د معاونيت اړوند د روان کال د فعاليتونو راپور چمتو کول، د بې وسه محصلينو لپاره د استوگن خونو کرايه کول او نور بېلابېل موضوعات بحث شول.
د پوهنتون مالي او اداري چارو مرستيال د يادو موضوعاتو په هکله اړوندو مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې او لارښوونې وکړې او ناسته د خیر په دُعا پای ته ورسېده.
