پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه
سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نشراتو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده کاري ناسته کې د زراعت او د ښوونې او روزنې پوهنځيو دوه تنو استادانو د ترفیعاتو په موخه د موضوعاتو د ثبت پروپوزلونه مطرح شول او په تړاو یې لازمې پرېکړې وشوې. د علمي څېړنو او مجلو مرستيال د کمېټې غړو ته لارښوونه وکړه، چې په اړوندو چارو کې له پوره دقت او ځيرتيا څخه کار واخلي. ياده ناسته چې د قرانکريم د څو مبارکو اياتونو پر تلاوت پیل شوې وه، په دُعايه کلماتو سره پای ته ورسېده.
